د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم استاد محمد اکبري، محترم سید محمدجمال فکوري بهشتي، محترم اخلاقي او امان الله بهیر حضور درلود، په پیل کې ښاغلي اکبري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، هغه ډول مو چې د اسلامي امارت په مخکېنې نظام کې حضور درلود اوس هم ورسره همکار یوو او د اهل تشیع خلک د افغانستان اسلامي امارت سره د همکارۍ، تفاهم او همسویۍ غوښتونکي دي.
استاد محمد اکبري زیاته کړه، د افغانستان اهل تشیع ولسونه په ټوله کې د اسلامي امارت د مسوولینو له نېک چلند په ځانګړي ډول په ولایتونو کې د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسؤلینو له نېک چلند او فعالیتونو، سرتاسري امنیت، د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي او همدار راز د اداري فساد د لمنځه وړلو له امله خوښ دي.
هغه زیاته کړه، ما په هغه کنفرانس کې چې له هیواده بهر جوړ شوی وو، د افغانستان اسلامي امارت د نېک چلند او تعامل یادونه وکړه. دغه راز نوموړي د ځینو اجتماعي، تعلیمي او انکشافي مسایلو په اړه د اسلامي امارت مسؤلینو ځانګړې پاملرنه هم وغوښته.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، افغانستان د ټولو وړونو قومونو مشرک کور دی او اسلامي امارت په دې باور دې چې د افغانستان په جغرافیا کې هیڅ راز قومي او سمتي تبعیض جواز نه لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان په ټولو سیمو کې د ستونزو او ننګونو د تشخیص او ټولو هیوادوالو ته د لازیاتې هوساینې د ایجاد ترڅنګ به د دوی د ستونزو حل ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.