د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د شینوارو يو شمېر قومي مخورو او استازو سره وکتل.
راغلو مشرانو د سیاسي معاونیت زيار او هڅو ته په اشارې وويل، تل یې د ولسونو غږ اورېدلی او خلکو په ډاډه د خپل زړه درد ورسره شريک کړی دی.
دوی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د ولسوالۍ په کچه د يو روغتون جوړېدو او نورو پراختیايي چارو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانيستې دي او ټول مسوولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي. هغه زياته کړه، د ملت او اسلامي امارت ترمنځ باید واټن نه وي، ترڅو خلک هر وخت خپلې ستونزې شريکې کړای شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، د شینوارو ولسونو د روغتیايي ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.