د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره ولیدل.
په دې ناسته کې لومړی محترم محمد یوسف وفا په بلخ کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په بلخ کې ولایتي اداره له ځايي خلکو او نورو ادارو سره ښه همغږي لري او هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر، د بلخ له والي څخه د ځايي ادارو د ښې همغږۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، له ملت سره ښېګڼه او د هغوی خدمت کول د اسلامي امارت پالیسي ده، چې تر ډېره عملي شوې هم ده.
نوموړي په بلخ کې د چارو د لا ښه والي په موخه ښاغلي وفا ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.