د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولايت يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.
په پيل کې، محترم مولوي سردار محمد حيدري د ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې او د ټولنيزو مسائلو، ښوونې او روزنې، ديني مدارسو، روغتيا او ښې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات وړاندې کړل.
محترم حيدري د اشغالګرو پر وړاندې د بلخ ولايت د خلکو د قربانيو او سرښندنو يادونه وکړه وې ويل، د بلخ ولايت خلک تل د اسلامي امارت ملاتړي وو او دي او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي همداراز له اسلامي امارت وغوښتل، چې ښوونځيو، ديني مدرسو او روغتيايي کلينيکونو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ ولايت مجاهدينو سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د جهاد پر مهال د اشغالګرو پر وړاندې د دې ولايت د خلکو قربانۍ وستايلې وې ويل، اسلامي نظام د دې هيواد د زرګونه مجاهدينو او خلکو د قربانيو محصول دی، چې بايد ورته درناوی وشي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز وويل، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.