د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار ادارې له لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي سره ولیدل.
په دې کتنه کې محترم مولوي شمس الدین شریعتی د یادې ادارې په اړه وویل، د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو د پلي کېدو او څار په موخه کار پیل شوی او ډېر ژر به په دې اړه د ادارو د کړنو راپور د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریک کړي.
ښاغلي شریعتي زیاته کړه، له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل شوې او ډېر ژر به د اړوندو ادارو په همکارۍ ګڼ شمیر افغان بندیان راانتقال شي .
نوموړي د یادې ادارې ځینې وړاندېزونه د ریاست الوزراء له کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار اداره د سالمې حکومتولۍ او د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو د پلي کیدو په برخه کې تر ټولو باصلاحیته او مهمه اداره وبلله. نوموړي زیاته کړه، لدې ادارې سره هر راز مرسته کوي او ډېر ژر به د یادې ادارې ستونزې حل کړي.