د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار کانال د کرنیز شرکت رئيس محترم مفتي غلام الرحمن کظیم سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم مفتي غلام الرحمن کظیم د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته په ننګرهار ولایت کې د کرنیز پيداوار د ودې او انکشاف په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، ننګرهار کانال د خلکو د اقتصادي ودې لامل شوی او دوی په دې ولایت کې د زیاتې کرنیزې ودې او انکشاف کوښښ کوي. نوموړي همدارنګه په دې ولایت کې د مالدارۍ د یو فارم د بیا فعالېدو په اړه چې د جنګونو له امله تخریب شوی و، خبر ورکړ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار کانال د کرنیز شرکت په کړنو او هڅو د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، د کرنیزو او ابي کانالونو موجودیت د هیواد د زیربنایي پروژو له جملو څخه دي او اسلامي امارت دې برخې ته زیاته پاملرنه کړې.
نوموړي همدارنګه وویل، د افغانستان په نورو سیمو کې د نورو کانالونو د بشپړولو لپاره د ننګرهار کانال له تجربو څخه ګټه اخیستنه اړینه ده.