د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال محترم مولوي صدراعظم عثماني سره وکتل.
په پيل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال د بزګرو او مالدارانو د وضعیت او په هیواد کې پر کښت او کرنه د وروستیو وچکالیو د اغېزو په اړه خبرې وکړې.
محترم مولوي عثماني د قوشتیپې کانال په افغانستان کې د وروستیو کلونو له لویو پروژو څخه وباله چې بشپړېدل به یې په هیواد کې د کښت او کرنې پر بهیر مثبت اغېزې ولري.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کرنې او مالدارۍ د پياوړتیا او ملاتړ په موخه د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ درې ګوني کمپلکسونه جوړ کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال سره په کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د کرنې موضوع د هیواد لپاره حیاتي او مهمه وبلله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، افغانستان هغه هیواد دی چې اکثریت خلک یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي او لازمه ده چې دا وزارت د کرنې په عصري کېدو او د کرنیز او سوداګریز کمپلکسونو په ایجاد سره کرنیزې چارې پياوړې کړي.