د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د لغمان د والي محترم قاري صاحب زین العابدین په مشرۍ د دغه ولایت د ټولو اداري واحدونو مسئوولینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د لغمان والي قاري صاحب زین العابدین وویل، په لغمان کې د سیمه ییزو ادارو تر منځ بشپړه همغږي شته او دا مهال یې اداري او انکشافي کارونه په تېزۍ سره روان دي.
هغه وویل، همدارنګه د پوځي ادارو په هڅو د لغمان امنیت تامین، اداري فساد صفر او د خلکو ستونزو ته رسیدګي په وخت کېږي.
نوموړي د یاد ولایت اړوند ځینې وړاندېزونه هم د ریاست الوزراء له کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په لغمان کې د امنیت ټینګښت د ښه مدیریت او زیار ایستلو نښه ده او له دې امله د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو هڅې د ستایلو وړ دي.
نوموړي وویل، د لغمان د مجاهدینو قربانۍ د اسلامي نظام په راتګ کې مهمه ونډه لرله او اوس اړتیا ده چې ټول مجاهدین خپله انرژي د لغمان په آبادۍ او سمسورتیا کې ولګوي.
د ریاست الوزراء محترم کفیل راغلیو مسئوولینو ته وویل، له تبعیض او توپیر پرته په لغمان کې د ټولو ولسونو پوره خدمت وکړي.