د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د ترانسپورت او هوايي چلند له وزېر مولوي حمیدالله اخندزاده سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي حمید الله آخندزاده د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په اړه د ریاست الوزراء کفیل ته راپور ورکړ او ویې ویل، د کابل د تېرې ادارې پر مهال د یاد وزارت او هوايي خدماتي کمپنیو تر منځ د شویو تړونونو د حقوقي اړخونو پر حل بوخت دی او ډېر ژر به ورته حللارې ولټوي.
نوموړي زیاته کړه، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت عواید په شفاف ډول راټولیږي او له چمتو شوو پلانونو سره سم یې کړنې د هوايي او ځمکني ترانسپورت پر ښو خدماتو راڅرخي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د کابل د تېرې ادارې په وخت کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او نړیوالو کمپنو تر منځ د شوو تړونو ستونزې دې ژر حل شي.
هغه وویل، په کابل ښار او لویو لارو کې دې هم د ترانسپورتي تنظیم لپاره کار وشي، څو د ښار نظم برابر او د ټرافیکي پېښو له امله د رامنځته کېدونکیو تلفاتو او خساراتو مخه دې ونیول شي.