د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د تحلیل او نظارت ټيم ۱۴م راپور چې د افغانستان د وضعیت، د افغانستان اسلامي امارت د غړو او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه یو اړخیز، غیر متوازن او له واقعیته لرې راپور نشر کړی، موږ يې په اړه خپل دريځ په لاندې توګه وړاندې کوو: د افغانستان اسلامي امارت د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو دوام او دا ډول راپورونه یې له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې اصولو سره په ټکر کې بولي او غوښتنه کوي چې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي. د افغانستان اسلامي امارت په یاد راپور کې منعکس شوي بېاساسه تورونه، چې د افغان حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات موجود دي، افغانستان د ترهگرو پر امنځای بدل شوی، د مخدره توکو قاچاق د اسلامي امارت د چارواکو له خوا کیږي، د صلاحیتونو انحصار او په حکومت کی د ټولو قومونو نهشتون او نور …. بېبنیاده او د افغانستان له خپلواک ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شلو کالو بياساسه تبلیغاتو بې ګټې او مغرضانه تکرار بولي. د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف د شتون افواه په ځانګړې توګه د تېرو شلو کلونو د پروپاګند دوام بولو. موږ د دغه راپور ارزونه چې اسلامي امارت د ګاونډيو او سیمې هیوادونو له مخالفینو سره مرسته کوي یا د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف استعمالوي، په کلکه ردوو د دې راپور له محتوی څخه ښکاري، چي یا خو یې ليکونکي معلوماتو ته لاسرسی نه لري، یا قصدا حقایق تحريفوي او یا یې هم د معلوماتو سرچیني د اسلامي امارت تښتیدلي مخالفین دي. د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کوي چې خپلو ژمنو ته متعهد دی او د دې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هیوادونو ته هيڅ ډول ګواښ متوجه نه دی او افغانستان هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د نورو خلاف استعمال شي. د يادولو ده، چې د اسلامي امارت شاوخوا دوو کلونو واکمنۍ زموږ دغه ادعا ثابته کړې ده، چې په پايله کې يې د ګاونډيو او سيمې له مهمو هېوادونو سره د افغان حکومت اړيکې ورځ تر بلې پراخیږي او د مشترکو ګټو پر بنسټ يې ښه پرمختګ کړی دی. دا د دوه اړخيز اعتماد پايله ده. اسلامي امارت یادونه کوي چې د نشهيي توکو کښت، تولید او قاچاق په بېساري ډول راښکته شوی او د نړیوالو رسنیو وروستي راپورونه د دې ښکاره ثبوت دی. اسلامي امارت ټینګار کوي چې د امنیت شوری دا ډول یو اړخیز او غیرموثق راپورونو نشر نه یوازې دا چې د افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نه کوي؛ بلکې د خلکو اندېښنو د زیاتیدو سبب ګرځي او د ملګرو ملتونو پر خپلواکۍ او بېپريتوب شکونه لا زياتوي او اعتبار ته يې هم صدمه رسوي. د افغانستان اسلامي امارت ټولې پریکړې د اسلامي شریعت د لارښوونو، دوو اړخيزو او څو اړخيزو تعهداتو او ملي ګټو په رڼا کې ترسره کیږي او چمتو دی چې له نړیوالي ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د رسېدګۍ په موخه تعامل ته دوام ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۴۴۴/۱۱/۲۳هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۱ هـ ش ــ 2023/611م