د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ يو شمېر علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې، محترم مولوي معاذ الله د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په سراسري امنيت، خدمت رسونې او خلکو سره د اسلامي امارت د مسوولینو په نيک چلند يې خوښي وښوده.
نوموړي زياته کړه، د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه دی کړی، د اسلامي نظام پياوړتيا او ملاتړ کې به هم سستي ونه کري او د اسلامي امارت مسوولینو څخه يې وغوښتل، ترڅو د لويو لارو جوړولو او ځوانانو لپاره کارموندنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلچراغ ولسوالۍ علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د دې ولسوالۍ خلکو د يرغلګرو او اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې ډېری قربانۍ ورکړي او د اسلامي امارت ملاتړ لپاره راپورته شوي وو.
نوموړي همداراز وویل، اسلامي امارت د هيواد په ټولو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسيدګي کړې او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به په لرې پرتو سيمو کې د انکشافي پروژو تطبيق لپاره اقدام وکړي.