د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ يو شمېر مشرانو او مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د کشنده ولسوال محترم مولوي حفيظ الله اسرار د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د يادې ولسوالۍ د امنيتي او ټولنيز وضعيت او سيمه ييزې حکومتوالۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړه، د کشنده ولسوالۍ اوسېدونکي په هر حالت کې د اسلامي امارت ملاتړي وو او دي او په دې لاره کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. نوموړي همداراز د دې ولسوالۍ ستونزو ته هم اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسوولینو څخه يې وغوښتل، ترڅو د کشنده ولسوالۍ عمومي سړک جوړولو او د څښاک اوبو تامين ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې د کشنده ولسوالۍ د خلکو د قربانيو او د اسلامي امارت د ملاتړ ستاينه وکړه وې ويل، اسلامي امارت هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په پام د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.