د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسؤولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د علومو اکاډمۍ تخنیکي مرستيال محترم شيخ امير جان ثاقب خبرې وکړې او د يادې ادارې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
محترم شيخ ثاقب علومو اکاډمۍ د هيواد يو له مهمو علمي مرکزونو څخه وبلله، چې د نورو علمي بنسټونو ترڅنګ په هيواد کې د علومو د پراختيا او پرمختګ لپاره فعاليت کوي، ترڅو د اکاډمیکو پروژو ريسرچ، تامين او انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان علومو اکاډمۍ مسؤولينو سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ په هیواد کې په علمي او اکاډميکو برخو کې د پرمختګ او پراختيا لپاره د دې بنسټ د فعالیتونو قدرداني وکړه.
نوموړي زياته کړه، اکاډميک بنسټونه د هيواد په پراختيا او انکشاف کې مهم رول لري، نو په همدې اساس علمي بنسټونه او په ځانګړي ډول علومو اکاډمي مکلفه ده، چې په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ژمن دی چې د ټولو بنسټونو ارزونه او ستونزې حل کړي او مسوولين تر خپلې وسې هڅه کوي د يادو بنسټونو اړتياوې تشخيص او ورته رسيدګي وکړي.