د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان بانک له عمومي رئیس ښاغلي هدایت الله بدري سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء کفیل ته معلومات ورکړل او ویې ویل، د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.
نوموړي وویل، له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.
نوموړي زیاته کړه، د شخصي بانکونو چارې هم په ښه لوري روانې دي او د خلکو باور پرې زیات شوی دی.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسؤولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د افغانۍ دارزښت ساتلو برخه مو کاري لومړیتوب وګرځوئ او همداشان پولي سیاستونه له معیارونو سره سم په تخصصي ډول مخکې بوځئ.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا او وده اړتیا ده چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي.