د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي کارل
سکاو او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي کارل سکاو او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان بې وزله او اړمنو خلکو سره د خوړو نړیوال سازمان د مرستو مننه او د یادو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هیواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او د افغانستان په هیڅ نقطه کې جنګ او ناامني نشته. اسلامي امارت په خپل زړور تصمیم سره عمومي عفوه وکړه او د نشه یي توکو کښت، استعمال او قاچاق یې منع کړ. په نشه یي توکو د روږدو درملنه یې وکړه او سوالګر یې له بېلابېلو نقطو راټول کړل. اما د دې باوجود په یادو برخو کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مرستې کافي نه دي او باید زیاتې شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستال وویل، د افغانستان په ادارو کې اداري فساد او کاغذپراني له منځه تللې.
محترم حنفي صاحب زیاته کړه، بندیزونه د حل لاره نه ده او حتی په بشردوستانه فعالیتونو هم منفي اغېز کوي، بنا بین المللي ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو لاره ونیسي.
مولوي صاحب حنفي همدارنګه زیاته کړه، دا چې افغانستان د نږدې تېرې نیمې پېړۍ جنګ، ناخوالو او وروستیو وچکالیو له امله زیانمن شوی، نړیواله ټولنه باید له دې صرف نظر ونکړي او همدارنګه د خنډونو د لیرې کېدو او د پراختیایي پروژو د عملي کېدو ملاتړ وکړي چې د زیاتو شغلونو د رامنځته کېدو لامل او بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.
د خوړو نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي کارل سکاو وویل، دا سازمان له ۶۰کالو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د خوړو خوندیتوب او تغذیې برخو کې بشري مرستې او پراختیایي فعالیتونه کوي او زموږ موخه افغانانو ته د زیاتو بین المللي مرستو راجلبول دي.
هغه وویل، پخوا فساد یوه عمده ستونزه وه چې له نېکه مرغه له منځه تللی. نشه یي توکي کم شوي او په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی.
د خوړو نړیوال سازمان مرستیال وویل چې جګړو او اقلیمي بدلونونو واقعا افغانان زیانمن کړي، بنا موږ بې وزله افغانانو ته د زیاتو بشردوستانه مرستو د راجلبولو هلې ځلې کوو.