د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د بغلان ولایت له یوشمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د بغلان ولایت قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان او د همکارۍ ډاډ ورکړ او وې ویل، د اسلامي نظام په راتللو سره په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین، د قدرت جزیرې ړنګې شوي او فساد له منځه تللی دی.
یادو قومي مشرانو په بغلان کې د کلینیکو او دسړکونو رغاولو او نورو بنسټیزو پراختیايي چارو د ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د خلکو له همکارۍ او ملاتړ نه په مننې وویل، د جهاد په کلونو کې د بغلان ولسونو سترې سرښندنې کړي او ډېرې قربانۍ یې زغملې دي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت اړونده ادارو ته به په بغلان کې د اساسي چارو د ترسره کولو او درغنیزو پروژو د عملي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړي.