د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له والي محترم داملا محمد شعیب رسالت سره وکتل.
په دې کتنه کې د فاریاب والي محترم داملا شعیب رسالت په یاد ولایت کې د امنیتي او ټولنیز وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور وړاندې کړ.
د فاریاب والي زیاته کړه، محلي مسوولین له ځنډ پرته خلکو ته د خدمت رسولو کوښښ کوي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي همدارنګه د اشغالګرو او متجاوزینو پر ضد د جهاد په وخت کې د فاریاب ولایت د خلکو د زحمتونو، سرښندنو او قربانیو یادونه وکړه او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې په دې ولایت کې د اوبو بندونو او نورو پراختیایي پروژو پيل او بشپړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې ولایت د خلکو د زحمتونو، کوښښونو او سرښندنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت سیمه ییز مسوولین د خلکو د ستونزو حل او خدماتو رسولو په برخه کې کوښښ او نېک سلوک وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، د اسلامي امارت رهبري د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت خلکو سره هیڅ ډول هڅې نه درېغوي او د پراختیایي پروژو او په ځانګړي ډول د مواصلاتي لارو او اوبو بندونو په برخو کې د شته امکاناتو په چوکاټ کې خپلې هڅې وکړي.