د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وليدل.
په دې لیدنه کې، راغلو قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت په واکمنۍ خوښي څرګنده کړه وې ویل، له څو لسيزو وروسته د افغان ولس رښتینی استازی حکومت چارې پر مخ وړي او دا هر څه د افغانانو د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي دي.
دغو مشرانو وويل، د حکومت او ملت تر منځ واټن نشته او خلک کولای شي په ډاډه زړه خپلې غوښتنې او وړانديزونه له مسئوولینو سره شریک کړي.
دوی د برېښنا د وېش او په ځينو نورو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه خپلې غوښتنې په کتبي ډول د ریاست الوزراء محترم کفیل ته وسپارلې.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ولس په خدمت کې دی او د خلکو هرې غوښتنې ته به رسیده ګي کېږي.
د ریاست الوزراء محترم کفیل وویل، اوسنی نظام د ملت له غېږې راټوکېدلی، ټول افغانان په کې ځای لري او د سمت او قوم مسايلو ته پکې ځای نشته دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې وويل، اسلامي نظام د خلکو خدمت خپل مکلفيت بولي او دوی ته يې ډاډ ورکړ، چې غوښتنې او وړانديزونه به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريک کړي.