غیرپلاني ساحو د ارزونې او د کابل عامو خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه له غیرپلاني ساحو څخه د استفادې د څرنګوالي غونډه جوړه شوه
په دې غونډه کې د ښارجوړولو او مسکن وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د افغانستان اسلامي امارت د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست عمومي رئيس محترم مولوي شمس الدین شریعتي، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خیرالله خیرخواه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین محترم مولوي فضل الباري فضلي او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معین محترم مولوي خالد سجستاني او د اړوندو ادارو تخنیکي او مسلکي کارمندانو حضور درلود.
په غونډه کې د کابل ښار د ماسټرپلان، د هغه د اطراف ولسوالیو، د کابل ښار د داخلي او ناحیو د نویو ښارګوټو ، د پلان شویو ساحو او د هغو د انکشاف، د غیرپلاني ساحو، د استفادې د څرنګوالي او پر وړاندې د شته خنډونو او همدارنګه د ښاري ماسټرپلان د تطبیق په اړه هراړخیز بحثونه وشول او په پای کې د پورتنیو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.