د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین د هدایت پر اساس د محرم الحرام ورځو د امنیت دتامین په موخه جوړې شوې ځانګړې کمېټې، د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه.
دغې ځانګړې کمېټې چې بېلابېلې ادارې او وزارتونه یې غړیتوب لري،د محرم الحرام په ورځو کې د ډاډمنې امنیتي فضا په رامنځته کېدو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د هېوادوالو په ځانګړي ډول له اهل تشیع سره د ښې همغږۍ او د هغوی د مراسمو په ښه ترسره کېدو بحث وشو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د امنیت په تامین او له شیعه ورونو سره دهمغږۍ په رامنځته کولو کې هڅې وکړي، څو اهل تشیع ورونه خپل مراسم په پوره ډاډ ترسره کړي.