د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان له سرپرست سفیر محترم سید محی الدین سادات سره وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې محترم سید محی الدین سادات په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سفارت د چارو او فعالیتونو راپور د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام سره شریک کړ.
نوموړي د یاد سفارت د کاري پرمختګ ترڅنګ افغان محصلینو ته د بورسیو، اریانا شرکت د پروازونو او د مسافرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
محترم سادات زیاته کړه، په چین کې د افغانستان سفارت د دواړو هیوادونو تر منځ د روابطو د لازیات تامین ترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې په موخه د چینایي پانګوالو د هڅولو په برخه کې هم خپلې هلې ځلې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په یاده کتنه کې په چین کې د افغانستان سفارت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، په چین کې د افغانستان سفارت مسؤلین د مسافرو او سوداګرو د ستونزو د حل، د متقابل درناوي پر بنسټ د روابطو د تأمین، د پروازونو په برخه کې د اسانتیاؤ د ایجاد او غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې مکلف دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو او پانګوالو له هر ډول پانګونې ملاتړ کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابروي؛ دغه راز افغاني ډیپلوماټان مسوولیت لري چې د طرفینو ترمنځ د روابطو د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاته هڅه وکړي او په افغانستان کې له ترسره شویو پرمختګونو څخه دې نور اګاه کړي.