د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام په درېیمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد شرکت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رییس، محترم مولوي عبدالرحمن رحماني په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: ولس ته ډاډ ورکوم، څنګه چې اسلامي امارت د اشغال د خاتمې لپاره بېسارې مبارزه وکړه او په سر او مال یې د خپلې خاورې دفاع وکړه، په همدې ډول د هېواد د بیارغونې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم کلکه مبارزه کوي. هغه زیاته کړه چې برېښنا شرکت له سختو شرایطو او مالي ستونزه سره سره، په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دغه راز د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، انجنیر صفي الله احمدزي وویل: د ډاډمنې او دوامدره برېښنا د تامین په موخه، د تجدید وړ انرژۍ لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ شوی او د تجدید وړ انرژۍ ټولو پروژو ته په دې پلان کې لومړیتوب ورکړل شوی، چې د دې انرژۍ پلاني پروژو مجموعي ظرفیت ۷۱۰ مېګاواټه دی.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه، په تېر کال کې د برېښنا شرکت فني او تخنیکي کارکوونکو د ۳.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د کجکي- کندهار ۱۱۰ کلیو ولټه مزی چې ۱۷۰ کیلومتره اوږدوالي لري، ترمیم کړی او د انرژۍ لېږد ظرفیت یې له ۳۰ څخه ۸۵ میګاواټه ته، لوړ شوی دی. همدارنګه د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم د نغلو فابرېکې ګیلابی دروازه چې له ۳۸ کلونو راهیسې غیر فعاله وه، بېرته فعاله کړې ده.
د برېښنا شرکت چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال پر مهال د بلخ چمتال ولسوالۍ د چمتال نوي سب سټېشن سروې، ډیزاین او انسټالېشن چارې بشپړې شوي، د داخلي برېښنایي فابریکو ظرفیت لوړ شوی او د کابل هودخېلو او پلخمري برېښنا تجهیزاتو تولید فابریکو د برېښنا شرکت د اړتیا وړ کانکریټي اوسپنیزې پایې، مېټربکسونه، سویچبورډونه او براکټونه تولید کړې دي، چې دا د کور دننه برېښنا تولید تجهیزاتو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام دی.
د مسوولینو په وینا، د برېښنا اړوند لویو پروژو د پاتې کارونو د بشپړولو له جملې د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي مهمې پروژې، د ۱۲۰ پایو تهدابونو د ساختماني چارو تړون د ۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت له یو خصوصي شرکت سره، لاسلیک شوی دی.
د مسوولینو په وینا، د برېښنا شرکت د تخنیکي ټېمونو د ښه مدیریت له امله د تېر کال په پرتله ۶.۷۸ سلنه ضایعات راټیټ شوي دي.
د مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ په تېر کال کې له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادونو سره د ۲۰۲۳ کال لپاره، د برېښنا انرژۍ رانیولو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د مسؤلینو په خبره، کابل، ننګرهار، پروان او بغلان ولایتونو کې شاوخوا ۱۴۹۶ جریبه ځمکه، دغه راز کابل او بلخ ولایتونو کې د برېښنا شرکت اړوند ۴۶ استوګنیز کورونه او ودانۍ، له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه شوي دي.
همدارنګه د برېښنا شرکت چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال پر مهال، کابل او ننګرهار ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د برېښنا مزي له استوګنېزو مزو څخه جلا شوي، چې له امله یې د صنعتي فابریکو برېښنا ډاډ منه او د برېښنا مسیر کې د پرچاوۍ ستونزه حل شوې ده.
درې سلنه د تخنیکي او سوداګریزو ضایعاتو ټیټول، د غزني – کندهار د برېښنا لېږد مزو بشپړول، د نورالجهاد سب سټېشن پراختیا لپاره د تجهیزاتو تدارک چارو بشپړول، د کندهار ولایت برېښنا کوټ د ۱۱۰ کیلوولټ سب سټېشن پراختیا لپاره د تجهیزاتو تدارک، د کمال خان برېښنا بند توزیعي شبکې پروژې لپاره د تجهیزاتو تدارک، د کجکي برېښنا تولیدي فابرېکې څخه تر دهراود ولسوالۍ د ۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي د تجهیزاتو د تدارک او نصبولو چارو تر سره کول، د نغلو برېښنا بند د رسوباتو پاکول، د افغانستان برېښنا شرکت په چارو کې چټکتیا، لا ډېر شفافیت او اسانتیا په موخه ډیجیټل سازي یا سیستم جوړونه، د ارغندۍ سب سټېشن څخه تر سیدآباد او غزني ولایت پورې د پایو د تهدابونو تحکیمول، د برېښنا توزیعي شبکو حفظ او مراقبت، او د برېښنا لېږد مزو پروژو د بشپړولو په موخه د تجهیزاتو تهیه او تدارک او د چوپړتیاوو معیاري کول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د برېښنا شرکت له پلانونو څخه دي.