د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام په څلورمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، محترم الحاج مولوي عطاء الله عمري په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د لومړي ځل لپاره د کرنې او مالدارۍ د ودې او خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه؛ بزګرو ، مالدارانو او خصوصي سکتور ته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ پراختیا صندوق د وکالې او مرابحې خدمتونو له لارې څه باندې ۴۵۸ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.
ښاغلي عمري زیاته کړه، د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ، بزګرانو ته د شاوخوا ۲۵ زره مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو او کیمیاوي سرې وېش، له نباتي آفاتو او ناروغیو سره مجادله، د څېړنیزو تجربو تطبیق او د نباتاتو د با کیفیته تخمونو تولید، د مېوه لرونکو نیالګیو وېش، د کرنیزو محصولاتو د درې لویو نندارتونونو په لار اچول، د دوه زره او ۹۰۲ هکتاره مېوه لرونکو ونو باغونو احداث او د خرما حاصلاتو زیاتول، په تېر کال کې د کرنې برخه کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د څه باندې یو نیم میلیون دوزه واکسین تولید، څه باندې ۹ میلیونه حیواناتو ته د بېلابېلو واکسینونو تطبیق، د څه باندې شپږ نیم میلیونه حیواناتو درملنه، د حیواني صحت لابراتوارونو کې د څه باندې ۴۸ زره ناروغیو ټېسټ او تشخیص، د نسل د اصلاح په موخه د مصنوعي القاح عملیې ترسره کول او په ولایتونو کې د شېدو ټولولو او پروسس مرکزونو رامنځته کول، په تېر کال کې د مالدارۍ برخه کې د کرنې وزارت له عمده فعالیتونو څخه دي.
همدارنګه په ۱۲ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو لګولو پروژو د سروې او ډیزاین چارو پیلول، د چکډېمونو، اوبو زېرمو، سربندونو او کانالونو جوړول، د ځنګلونو وهلو او چارتراش لرګیو د قاچاق مخنیوی، د ۳۵ میلیونه نیالګیو وېش او اېښودل، د څه باندې ۱۷ زره مټریک ټنه پستې او نېږدې ۱۲ زره مټریک ټنه ځڼغوزیو تولید؛ د اوبو لګولو او طبیعي منابعو برخه کې د کرنې وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د کرنې وزارت د مسؤلینو په وینا، د تېر کال پر مهال د ځمکو غصب مخنیوي برخه کې څه باندې ۴۵۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
بزګرانو او خصوصي سکتور ته د ۱.۳ میلیارډه افغانیو ورکول، د نباتاتو، مالدارۍ او خاورې پېژندنې برخه کې د ۴۵۰ څېړنیزو تجربو تطبیق، د شالي غنمو او سبزیجاتو د ۸۰ مټریک ټنه مورني تخم تولید، د اوبو لګولو د ۱۱۳ پروژو سروې او ډیزاین او په میدان وردګو، کابل او لغمان ولایتونو کې د سړخونو د ۵ کمپلکسونو فعالول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د کرنې وزارت له عمده پلانونو څخه دي.