د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام په پنځمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد کمېسیون د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون مسئولینو وویل: د غصب شويو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنيکي پلاوي د تېر کال پر مهال د هېواد په کچه ۷۹۴۹۷۲۱.۵۷۸۴ جریبه ځمکه بررسي کړې چې ۷۵۵۱۳۴۳.۴۳۵۵ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوې ده.
دغه راز د کمېسیون مسئولینو زیاته کړه چې په وروستي یوه کال کې د هېواد په کچه ۵۸۹۴۹۹.۳۱۷ جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو څخه راګرځول شوې ده.
د کمېسیون د مسئولینو د معلوماتو له مخې، ۴۰۴۸.۱۱۱ جریبه ځمکه د اشخاصو د نه قناعت او ۵۷۵۰.۰۸۱ جریبه ځمکه د موضوع د پېچلتیا له امله د ځمکو ځانګړې محکمې ته لېږل شوې ده.
له تشخیص، تثبیت او بررسی وروسته، د زورواکو او غاصبينو له منګولو څخه، د درې میليون جریبه امارتي ځمکې راګرځول او د استرداد لړۍ چټکول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د کمېسیون له اساسي پلانونو څخه دي.