د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري په دې کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۱ کال پر مهال، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ټولو ستېشنونو څخه په مجموعي ډول (۴،۵۹۲،۱۰۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي، چې د مخکېني کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې ترکمنستان، ایران او د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ انتقالاتو تر سره کونکې ازبیکستانۍ کمپنۍ ته، د تخیکي کار کوونکو معرفي کول او د هغوی له تجربو څخه ګټه اخیستل، په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې له نورو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز مسئولینو زیاته کړه: د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ په قرارداد کې ۷۰ سلنه تخفیف ترلاسه کول، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې چارې په بریالیتوب سره مخ ته وړل، د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پیل او د ډیجیټل حکومتولۍ برخه کې د پام وړ پرمختګ؛ په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي او دویم فاز د چارو پیلول، د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو پیلول، د آقینې او خواف – هرات اوسپنې پټلیو ته مانوري لوکوموتیونو اخیستل او د آقینې، روزنک، تورغونډۍ او حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د سټېشنونو پراختیا؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمده پلانونه دي.