د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په هېواد کې د سټنډرډ فرهنګ د ودې او پراختیا برخه کې بنسټیز کارونه شوي، چې تر دې دمه په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او شپږ کودونه ترتیب شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه: د سټندرډ ملي اداره، د سټنډرډ نړیوالو سازمانونو لکه د نړیوال الکترونیکي کمیسیون (IEC)، د نړیوال لابراتوارونو اعتبار ورکولو کمیسیون آی لک (ILAC)، د اسلامي هیوادونو د معیاري او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC)، د سویلي آسیا سیمه ییز سټنډرډ سازمان یا (SARSO) او سټنډرډ نړیوال سازمان (ISO) غړیتوب لري.
د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو له سیمه ییزو او نړیوالو سټنډرډ سازمانونو او نورو هېوادونو د سټندرډ ادارو سره د اړیکو پراختیا او سوداګریزو ستونزو حل په موخه، یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او دغه راز یې د اسلامي هېوادونو د سټنډرډ او میټرولوژي سازمان (SMIIC) په عمومي غونډه او د چین هېواد په کوربتوب د نړیوال او سیمه ییز سټنډرډ کولو کنفرانس کې برخه اخیستې ده.
مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې له اسلام کلا، تورغونډۍ، فراه، نيمروز، کندهار، جلال اباد، شیرخان، حیرتان او اقینې بندرونو څخه د بې کیفیته نفتي توکو څه باندې ۲۰۰۰ ټانکرونه مسترد شوي دي. په مرکز، اسلام کلا، حیرتان او جلال اباد بندرونو کې د ودانیزو توکو لابراتوارونه فعال دي چې په دوامداره توګه د وادانیزو توکو کیفیت تثبیتوي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې د بریښنایی تجهیزاتو، نساجي او غالیو لابراتوارونو برخه کې څه باندې ۲۵۰ څېړنېزې ازموینې ترسره شوي دي.
دغه راز د مدیریت سیستمونو او محصولاتو لپاره د کیفیت تصدیق نامو صادرول، د ملي سټنډرډنو تدوین، ترویج او تطبیق، د نړیوال معیاري سازمان په عمومي غونډه کې ګډون، د ډبرو سکرو لابراتوار فعالول، په بندرونو کې د ساختماني توکو، ټوکر، غالۍ او برېښنا لپاره د لابراتوارونو پراختیا او د میټرولوژی لابراتوار فعالول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د سټنډرډ ادارې عمده پلانونه دي.