د کور او ښار جوړولو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مېنه کې قطري استوګنیزه پروژه پیل شوې، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې شاوخوا ۴۵ سلنه پر مخ تللي او لا یې هم رغنیزې چارې دوام لري. دغه راز د نیله باغ یا چینایي پروژه چې تر دې دمه یې لومړنۍ چارې شاوخوا ۱۰ سلنه پر مخ تللي او له مکررو اړیکو او مخامخ ناستو وروسته؛ اوسمهال د چینایانو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی او په پروژه کې حضور لري.
د وزارت مسئولینو زیاته کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د حکم پر اساس د تخار په خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ مهاجر قشلاق سیمه کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د همغې سیمې خلکو ته د کور جوړولو په موخه تر پلان او نقشې وروسته؛ هرې کورنۍ ته ۷ بسوې ځمکه وېشل شوې، دغه راز د څارندوی ښارګوټي چارې بشپړې او د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
د ښار جوړولو وزارت مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، په یو شمېر ښارونو کې د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په موخه هڅې پیل شوې، چې له مخې یې د هرات جامع مسجد ترمیم چارې بشپړې شوې، کندهار کې د احمدشاه بابا د کور، بامیان، پکتیا، کابل او نورو ولایتونو کې د ځینو برخو د ترمیم، بررسۍ او ساتنې چارې روانې دي.
د هېواد په کچه د ساختماني پروژو څارنه، د وزارت د معلوماتو خوندیتوب تګلارې بشپړېدل، د هېواد په کچه ټولو ښارونو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي پیلېدل، د نوي کابل ښار پروژې د عملي چارو پیلولو لپاره د ځمکو تصفیې پیل او دوام او د مرکز او یو شمېر ولایتونو لپاره د ۲۷ ښاري پلانونو ترتیب؛ په تېر کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
د کابل ۴۱ ساحو کې د مسکن جوړولو لپاره د پلان برخه کې د کار پیلول، د ۳۷ ښاري پلانونو ترتیبول، د ۱۲۹ ټولګټو پروژو د مهندسۍ نقشې طرحه او ډیزاین چارو پیلول، د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو ترمیم او تدارکاتي پروسو کې د اسانتیاوو رامنځته کول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت له عمده پلانونو څخه دي.