پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسئولینو په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د ملګرو ملتو دفترونو، د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ، د هېواد په کچه د استنادي دیوالونو، سېندونو مسیر پاکولو، د کانالونو او سړکونو جوړولو، بیا مېشتېدنې او ګبیوني دېوالونو، ۱۲۰ وړې پروژې پلې شوي دي.
د وزارت مسئولینو زیاته کړه: تېر کال کې د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتو دفترونو، ملي او نړیوالو موسسو، خیریه بنسټونو او اشخاصو په همکارۍ؛ د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۹۶۵۲۸۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوي دي. دغه راز په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرو زلزلو له امله د شهیدانو وارثینو او ټپیانو ته؛ د دولت له بودجې څخه ۱۶۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.
د وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د زیانمنونکو سیمو ارزونه او د سروې بشپړېدل، په تېر ژمي کې په صعب العبور سیمو کې له واورې څخه د ۹۰۰ کیلومتره سړکونو او لارو پاکول، له ماینونو او ناچاوده توکو د ۶۵ کیلومتره مربع ککړې سیمې پاک کاري او په نښه کول، یو میلیون کسانو ته د طبیعي پېښو او ناچاوده توکو په هکله پوهاوی ورکول، د ۳۰۰,۰۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي، غیرخوراکي توکو، درملو او نورو مرستو راجلبول او د طبیعي پېښو له امله ۲۵۲۹۳ زیانمنو کورونو ترمیم؛ په تېر کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
د دې ترڅنګ، د پنځه کلن ستراتېژیک پلان وروستي کول او په ولایتونو کې د پېښو مدیریت معلوماتي ملي سیستم پراختیا؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د وزارت له عمده پلانونو څخه دي.