د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس محترم مولوي محمد محق سره وکتل.
په دې کتنه کې، د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس محترم مولوي محمد محق د پوهنتون د وضعيت، د تدريسي بهير او د ياد پوهنتون د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته بشپړ جزيات ورکړل.
نوموړي لوړو زده کړو او د پوهنتونونو او تحصيلي مرکزونو د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو پراختيا ته د افغانستان اسلامي امارت د پاملرنې مننه وکړه.
محترم مولوي محمد محق زياته کړه، د فارياب ولايت د پوهنتون رهبري هم د پوهنتون د علمي کادرونو د ظرفيت لوړولو بهير لپاره برنامې تر لاس لاندې لري.
وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم مولوي محمد محق سره په کتنې خوښي وښوده، د فارياب ولايت د پوهنتون رهبري او استادانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې يې وستايلې او د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره يې د دې پوهنتون له مسؤولینو او استادانو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.