د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د کوچیانو له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د ریاست الوزرا عالي مقام د عمومي دفتر مرستیال محترم مولوي احمدالله متقي خبرې وکړې او هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال یې وویل، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول کوچیانو تل د ازادي، ابادي، حریت، فرهنګ او خپلو اسلامي ارزښتونو لپاره مبارزه کړې.
نوموړي وویل، کوچیان تل د اشغالګرو پر ضد له مجاهدینو سره ودرېدلي او قربانۍ یې نه هېرېدونکې دي. اسلامي امارت قومي او نژادي تعلقاتو ته له پام پرته د کوچیانو په ګډون د ټولو وروڼو قومونو په خدمت کې دی او حقدارو ته د هغوی د حقونو د رسېدو په برخه کې کوښښ کوي.
ورپسې د اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم بلال کریمي وویل، د اسلامي امارت رهبري د کوچیانو ستونزې درک کوي او د دې ځورېدلي قشر د ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات کوي.
هغه زیاته کړه، کوچیانو د هیواد په ازادي او خپلواکي او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او اصیل افغاني عنعنات او دودونه په دې قوم کې ژوندي پاتې دي.
وروسته مولوي فقیرمحمد، محترم مولوي محمدحسن او محترم حاجي رحیم کوچي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت پاملرنې څخه په مننې یې وویل، د کوچیانو ۸۴زره کورنۍ په ننګرهار ولایت او ځانګړي ډول بټي کوټ ولسوالۍ کې ژوند کوي او ویاړو چې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره مو قربانۍ ورکړې دي.
هغوی په بېلابېلو برخو کې د کوچیانو د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه وکړه او وې ویل چې په تېرو شلو کالو کې کوچیان د خیریه موسسو له مرستو، ښوونځيو او مدرسو محروم وو او د دوی د څړځایونو ستونزو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
همدارنګه د کوچیانو مشرانو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس ته په لیکلي بڼه وسپارل.
په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په تېرو شلو کالو کې او تر هغه وړاندې د کوچیانو په ګډون ټولو افغانانو زیاتې ستونزې او تکلیفونه ګاللي دي.
هغه زیاته کړه، یو ملت هغه وخت بریا ته رسېږي چې امنیت او اقتصادي وده ولري او کوچیان د هیواد د اقتصاد مهمه برخه چې مالداري ده، په غاړه لري.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس وویل، اسلامي امارت د ټولنې د هر فرد، سمت او قشر د ستونزو حل ته متوجه دی او د کوچیانو ستونزې هم درک کوي او د هغو په حل کې به هڅې وکړي.