د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ د ښه تعامل او نږدېوالي ستاینه وکړه او ویې ویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو پر مخ ددولتي ادارو دروازې پرانیستل شوي او خلک خپلې ستونزې له مسؤولینو سره شریکوي.
هغوی له اسلامي نظام څخه د خپل ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ د خپلې سیمې یوشمېر ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت چاته د تکلیف رسولو طرفدار نه دی او هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي وویل، اسلامي نظام دټولو افغانانو هیله وه او اوسنی نظام د پراخو قربانیو او زحمتونو نتیجه ده، چې په ساتنه کې یې هم باید ولسونه همکاري وکړي. هغه ډاډ ورکړ، چې اړوندو مسوولینو ته به د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړي.