د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: تېرکال کې ۹۵۲ زره او ۵۸۹ تنه افغان کډوال له ایران، پاکستان او یوشمېر نورو هیوادونو څخه؛ خپل هیواد ته راستانه شوي، کابو ۳ میلیونه ۲ لکه او ۸۱ زره بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره؛ د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت مسئولین زیاتوي، نېږدې ۳ زره افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد شوي او د بندیانو کمېسیون په همغږۍ او هڅو څه باندې ۱۰۰۰ تنه بندیان له ایران څخه هېواد ته انتقال شوي دي. دغه راز د اړونده څانګو له لوري د ۸۰۰ هېوادوالو جسدونه، چې د مختلفو پېښو له امله په بېلابېلو هېوادونو کې مړه شوي وو، انتقال شوي، ۱۸۰۰ ټپیان او ۲۹۰۰ تنه نور افغانان چې د قاچاق له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د مسئولینو په وینا، د تېرکال پر مهال ۱۶۰ زره داخلي بې ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته انتقال شوي، ۱۳ زره راستنېدونکو او بې ځایه شویو ته روزنیزو کورسونه تنظیم شوي، د کډوالو د ۴۸ ښارګوټو تخنیکي ارزونه شوې او د راستنیدونکو او بې ځایه شویو د ادغام لپاره، ۳۴ کمېټې فعالې شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په ۲۱ ولایتونو کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره، د موسسو په په همکارۍ ۵۸ ژورې او نیمه ژورې څاګانې، ۶ د اوبو زېرمې، ۱۳ د اوبو رسولو شبکې، ۱۱ کیلومتره سړکونه، ۱۷۴ پلونه او پلچکونه، ۲ کلینیکونه، ۲ ښوونځي او ۲۱۰ متره استنادي دیوالونه، جوړ شوي دي. دغه راز د بې ځایه شویو او راستنېدونکو وضعیت ته د ښې رسېدنې په موخه؛ له ۱۳۳ موسسو سره هوکړه لیکونه، لاسلیک شوي دي.
د مرستو جلبولو په موخه له نړیوالو او ملي بنسټونو سره همغږي، د عمل پلان او ستراتېژۍ تصویب، په کور دننه او بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه او په دې موخه د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو ترسره کول، په داوطلبانه ډول د کډوالو او پناه غوښتونکو راستنیدو لپاره، اسانتیاوې رامنځته کول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د کډوالو وزارت عمده پلانونه دي.