د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولینو، په یاد خبري کنفرانس کې وویل، د اترا ادارې د TDF له بودجې څخه ۴۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي او د مخابراتي شرکتونو په واک کې ورکړل شوي او په ۵ ولایتونو کې د ۳۰ مخابراتي سایټونو جوړولو لپاره، له مخابراتي شرکتونو سره قراردادونه، لاسلیک شوي دي.
مسئولین زیاتوي، چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت کچې د اندازه کولو وسایلو د برابرولو پروژه بشپړه شوې ده، د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او روشن شرکتونو له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د TDF له بودیجې څخه شاوخوا ۳۳ مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي او په کندهار، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې د ۳ مخابراتي سایټونو قرارداد له افغان بېسیم شرکت سره شوی چې ډېر ژر به یې د تطبیق چارې پیل شي.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې په مخابراتي شبکو کې د PubG او TikTalk د بندیدو چارې تعقیب شوي، د ملکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه، د سایبر خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو ورکشاپونه په لار اچول شوي، د پوسټي خدمتونو لپاره ۱۲ شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي، د ډیجیټل حکومتولۍ معیارونه ترتیب او تالیف شوي او د سیم کارټونو د ثبت او د ځانګړو شمیرو د توزیع لپاره طرزالعملونه جوړ شوي دي.
مسئولین وایي، چې د ډیجیټل حکومتولۍ او سیسټم جوړونې برخه کې د ۲۳ سیستمونو چارې بشپړې شوي او ۱۶ نور سیستمونه تر کار لاندې دي. دغه راز د سایبر قضیو د حل لپاره د سایبر جرمونو لابراتوار فعال شوی، د دولتي څانګو د ویب سایټونو او ډیټاسنټر سیسټمونو د ساتنې او امنیت لپاره د څارنې او مدیریت سیسټم رامینځته شوی دی. همدارنګه مخابراتي شرکتونو ته د انټرنټ او غږیزو اړیکو د عادی بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف ټاکل شوی، له امله یې د پخوا پرتله په بیو کې کموالی راغلی دی.