د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د چهارشنبې په ورځ (۸ لیندۍ ۱۴۰۲) د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئولینو سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او د کمېټې د اهدافو، فعالیتونو او ستونزو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئولینو پخپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د موجوده ستونزو یادونه وکړه او د دې ستونزو د حل لپاره یې د رسنیو مسئولینو او ویندویانو د ګډې ناستې جوړېدو وړاندیز وکړ.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په ننني عصر کې د ټولنو د پرمختګ او عامه اذهانو د تنویر برخه کې رسنۍ او د رسنیو ملاتړي بنسټونه خاص اهمیت لري او باید پوره پاملرنه ورته وشي.
محترم حقاني زیاته کړه، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دوامداره ډول له رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو سره له نېږدې په تماس کې دی او هڅه کوي چې په ښه ډول د هغوی ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.