د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ او رسنیو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د یکشنبې په ورځ (۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲) په دغه مرکز کې جوړه شوه.
په پیل کې د رسنیو مسئولینو په خپل وار سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي، دوه اړخیزې همکارۍ پراختیا، د رسنیو لخوا د سترو او ملي پروژو په اړه د مستند جوړولو او د رسنیو د کار پر وړاندې د ځینو ستونزو په اړه، مفصلې خبرې وکړې او د رسنیو مرکز رهبرۍ نه یې، د رسنیو د کار پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت په اوسني عصر کې د رسنیو د رول او اهمیت په اړه واقف دی او په دومداره ډول هڅه کوي چې د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کې د رسنیو فعالیت ته لا ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د رسنیو مرکز د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ، د ګډو ناستو په جوړولو سره، تل هڅه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.