د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره چې کابل ته راغلی وو وکتل.
لومړی، د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: « اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.
له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي. د ملي دفاع سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام د فلسطین شهیدانو روح ته دعاء وکړه او پر غزې يې د اشغالګرو اسرايلو صهیونیستي رژیم بمباري وحشیانه وبلله او ویې ویل: هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدین په خپلو ایماني وسلو سره نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.
ورپسې ډاکټر علي محمد “قره داغي” د دغه پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل: په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله وه. د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس په دې هېواد کې خلک په بشپړ خوندي چاپیریال کې ژوند کوي.
د خبرو په دوام، دغه پلاوي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ وکړ او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه غونډه نړۍ د مسلمانانو يووالي او پیوستون په ټینګار او د فلاح په دعا پای ته ورسیده.