د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام ”په بهرني سیاست کې د افغانستان د بې طرفۍ ښېګڼو“ تر سرلیک لاندې څېړنیز سیمینار کې چې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغه څېړنیز سیمینار د جوړولو له امله د افغانستان علومو اکاډمۍ محترم ریاست او مسوولینو څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د داخلي او بهرنیو څېړونکو په حضور کې د هیواد د بېلابېلو مسایلو په اړه د څېړنو ترسره کولو په موخه د دغه ډول سیمینارونو جوړول مهم او ضروري وبلل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په بهرني سیاست کې د بې طرفۍ اصل ته پام په هیواد کې د پایداره سولې او امنیت د تثبیت او د ګاونډیو، منطقوي او نړیوالو لوبغاړو پر وړاندې د شخړو د پوتانشیل د مخنیوي یو مهم میکانیزم دی.
که تاریخ ته مراجعه وکړو افغانستان په لومړي نړیوال جنګ کې خپله بې طرفي اعلان کړه او د لومړي نړیوال جنګ له ختم او له برتانیې څخه د خپلواکۍ له اعلان وروسته یې خپله بې طرفي وساتله.
دې بې طرفي په دویم نړیوال جنګ کې ادامه پیدا کړه او د افغانستان دې بې طرفي ته په کتود نورو بې طرفه هیوادونو په ګډون د ۱۹۵۵ کال په اپریل کې د ناپېیلو هیوادونو سازمان جوړ شو چې د افغانستان د بې طرفي او استقلال بیانوونکی دی، اما په هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره دا بې طرفي له منځه لاړه او افغانستان عملا د شوروي په جبهه کې قرار ونیوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په تېرو شلو کالو کې د ناټو او د هغوی د شریکانو له لوري د افغانستان له اشغال سره هیواد ته زیات زیانونه واوښتل، زیربناوې تخریب شوې، له بهر څخه د افغانستان د بیارغاونې په نوم واردې شوې او همدارنګه داخلي سرچینې څو مشخصو کسانو ولوټلې.
نوموړي څرګنده کړه، په هیواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته سراسري سوله او امنیت تامین، اداري فساد ختم، د نشه یي توکو کښت، سوداګري او قاچاق ممنوع شو. د بېلابېلو ارقامو په اساس له درې څخه تر پنځه میلیون پورې د روږدو له جملې څخه یو میلیون یې ښځې او ماشومان وو چې اسلامي امارت راټول او د هغوی درملنه یې وکړه. سوالګر راټول او د اړمنو لپاره کفالت او تخوا وټاکل شوه.
د قوشتیپې کانال، د سالنګ تونل او کابل – کندهار لویې لارې بیارغاونه او په هره ولسوالۍ کې د چک ډیمونو جوړولو انکشافي پروژې پیل او پلې شوې.
همدارنګه محترم مولوی عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت غواړي افغانستان یو خپلواک او بې طرفه هیواد پاتې شي او د هیڅ نظامي ائتلاف غړی نشي، ځکه تاریخ ښودلې هرکله چې افغانستان د یو ایتلاف غړی شوی، د نورو له لوري ورباندې برید شوی او هیواد ته یې هیڅ ګټه نه ده لرلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او له سیمې ور اخوا هیوادونو سره په متقابل درناوي او تعامل ولاړې نېکې او حسنه اړیکې غواړي، د هغوی حاکمیت ته درناوی لري او د هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
همدارنګه له هغوی هم غواړي چې د افغانستان حاکمیت ته درناوی ولري او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي؛ لکه څنګه چې موږ خپله ابادي د نورو هیوادونو په تخریب کې نه لټوو، زموږ ګاونډیان دې هم پراخ نظر ولري او خپله ابادي دې زموږ د هیواد په تخریب کې نه لټوي، موږ غواړو چې ټول اباد اوسو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، په هیواد کې ټول افغانان د وروڼو په توګه ژوند کوي او د اسلامي شریعت په اساس د ټولو حقونه خوندي دي. په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو وطندارانو ابرو، کورنۍ، ملکیت او عبادتځایونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې خوندي دي.
همدارنګه یې له هغو افغانانو څخه چې په هر دلیل له هیواده بهر تللي دي وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او ابرومندانه په خپل هیواد کې ژوند، کار او فعالیت وکړي او اسلامي امارت د هغوی دسر او مال امنیت تامینوي.