د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد د عارفان موسسې له رئیس محترم عمر فاروق مدرس اوغلو او یو شمېر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې د عارفان موسسې رئیس محترم عمر فاروق مدرس اوغلو په افغانستان کې د سرتاسري امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت په استقرار سره په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې په برخه کې زیات کارونه ترسره شوي او دا چاره د دې لامل ګرځېدلی چې سوداګر او پانګوال افغانستان ته رامات او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د عارفان موسسه او د ترکیې هیواد پانګوال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د اسلامي امارت له رهبري غواړي پدې برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو ورسره همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت هر ډول پانګونې ته په افغانستان کې زمینه مساعده کړې او له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د افغانستان د زېربناؤ د ابادولو په برخه کې له وقفې پرته هڅه کوي او له داخلي او خارجي پانګوالو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول لازمو اسانتیاؤ د ایجاد په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.