شنبه ۲۵/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۱۸/ ۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۲۱۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۲۰۳) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۴۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۳۶) تنه کیږي ارزګان، هرات، کابل، زابل، غزني او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شول او یادو کورنیو ته (۶۲۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۱۹۸) راستنې شوې کورنۍ (له هرې کورنۍ) سره لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۴۰۵۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۲۵۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.