د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د فارياب ولايت له مېشتو يو شمېر متنفذينو او سپين ږيرو سره وکتل.
په پيل کې، محترم حاجي عزت الله د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په هيواد کې د امنيت پر تامين يې خوښي وښوده وې ويل، د اسلامي امارت مسوولين خلکو ته د خدمت رسولو او لازمو اسانتياوو رامنځته کولو په برخه کې تل هڅه کوي او خلک د ځايي مسوولينو له نېک چلند رضايت لري.
هغوی د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل، ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هيواد د کانونو استخراج ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د هيواد د اقتصادي پراختيا، ابادۍ او پرمختګ لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د هغوی د وړانديزونو په اړه زياته کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام يادو مواردو ته رسيدګي وکړي.