د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پروان والي محترم مولوي قدرت الله اميني سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې د پروان والي محترم مولوي قدرت الله اميني خبرې وکړې او د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي حالت او سيمه ييزې حکومتوالۍ او همداراز د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړ.
د پروان والي زياته کړه، د اسلامي امارت ځايي مسوولين د امنیت تامین، د خلکو ستونزو لمنځه وړلو او هغوی ته د هوساينې رامنځته کولو په موخه له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
محترم مولوي قدرت الله اميني د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل، ترڅو ځوانانو ته د ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او په دې ولايت کې د انکشافي پروژو تطبيق ته جدي پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د پروان والي فعالیتونه او کړنې وستايلې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، ځايي مسوولين خلکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو مسووليت لري او په دې برخه کې دې هېڅ ډول کمی نه کېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د بيان شوو وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د خپل توان تر کچې په يادو برخو کې اقدام وکړي.