د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مختلفو ولایتونو يو شمېر علماوو، متنفذينو او سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، هغوی د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او د مختلفو ولایتونو د سيمه ييزې حکومتوالۍ په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او په هيواد کې يې په سراسري امنيت خوښي وښوده.
هغوی په مختلفو برخو په ځانګړي ډول کرنيزې پراختيا، د کانونو استخراج، د کانالونو او اوبو بندونو په جوړولو خوښي وښوده او زياته يې کړه، د افغانستان وروڼه قومونه د هيواد په ابادۍ او پرمختګ کې اسلامي امارت سره همکار دي.
هغوی همداراز د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل، ترڅو د ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هيواد په ټولو نقطو کې د انکشافي پروژو تطبيق ته جدي پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د هيواد ابادۍ لپاره له ځنډ پرته هڅه کوي او په دې برخه کې د افغان ملت همکاري اړينه ده.
د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه، د هيواد په مختلفو برخو کې انکشافي پروژې د تطبیق په حال کې دي چې قوش تېپې کانال، سالنګ لویه لار، حلقوي سړک، کابل – کندهار لویه لار او چيک ډيمونه د دغو لویو پروژو بېلګې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وويل، اسلامي امارت د هيواد خلکو او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د نورو لویو پروژو د تطبیق په لټه کې دی او په دې برخه کې په کلک هوډ اقدام کوي.