د قوش تیپې کانال د ترسره شویو چارو د ارزولو په موخه د مؤظف پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ په داسې حال کې جوړه شوه چې د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، کور او ښارجوړولو د سرپرست وزیرانو سربېره پکې د چارو ادارې لوی رئیس، د اقتصاد وزارت معین، د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سلاکارانو، د ملي پراختیا شرکت لوی رئیس او د اړوند ادارو استازو هم ګډون درلود.
د دې غونډې په پیل کې درې موظفو کمېټو د خپلو فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.
وروسته د اجراآتو د څرنګوالي، کاري پرمختګونو، د کرنیز کمپلیکس او صنعتي پارک د ایجاد، د قوش تیپیې کانال شاوخوا ځمکو څخه د استفادې د څرنګوالي او پر حاصل خیزه کرنیزو ځمکو د هغو د بدلولو او د یاد کانال اطرافو ته د اوبو د وېش د طریقې په اړه هراړخیزه بحثونه ترسره شول.
د غونډې په پای کې د یاد پلاوي له لورې د افغانستان اسلامي امارت کابینې او د مشرتابه محترم مقام ته د جامع پلان او راپور وړاندې کولو په موخه کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې خپلې دندې بشپړې او په اړه دې خپل راپور په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.