د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پیل کې د شکر درې مرستیال ولسوال محترم قاري عبدالمجید او قوي مشر محترم اخترمحمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت په واکمنېدو او په هیواد کې د سرتاسري امنیت په تامین یې خوښي وښوده.
هغوی زیاته کړه، ځایي مسوولین خلکو ته د خدمت او هغوی ته د هوساینې رامنځته کولو هڅه او همداراز ورسره نېک چلند کوي.
یادو مشرانو د اسلامي امارت انکشافي فعالیتونو او له دې امله د خلکو رضایت ته په اشارې د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو د ښوونې او روزنې، د کرنیزې پراختیا او په دې ولسوالۍ کې د لویو لارو او پلچکونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې کتنې د خوښۍ ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د امنیت تامین او د خلکو د ستونزو لمنځه وړو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هیواد ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې د خلکو همکاري لازمي ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په تړاو وویل، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې یادو مواردو ته رسیدګي وکړي.