د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت د کشم او تګاب ولسوالیو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کشم ولسوال محترم قاري محمداصف، محترم مولوي عبدالاحد او محترم مولوي نبي الله د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په یاد ولایت او په ځانګړي ډول د کشم او تګاب ولسوالیو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او محلي حکومتولۍ په هکله د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی زیاته کړه، محلي مسوولین تل د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.
همدارنګه یې د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د شغلونو د ایجاد فرصتوتو، د سرکونو ترمیم او په دې ولسوالیو کې د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت د امنیت د تامین او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي او د هیواد د پرمختګ هوډ لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.