د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور ولایت مرستیال والي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د غور ولایت د والي مرستیال محترم مولوي روح الله طریقت د خپلو کړنو او فعالیتونو په هکله د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
هغه زیاته کړه، محلي مسوولین تل د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د خدماتو رسولو کوښښ کوي.
همدارنګه د غور مرستیال والي د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د هیواد په لیرې سیمو او ځانګړي ډول یاد ولایت کې ځوانانو ته د شغلونو د ایجاد فرصتوتو برابرولو، د روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو جوړولو په موخه دې د پراختیایي پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، محلي مسوولین د امنیت د تامین او هیوادوالو ته د هوساینې برابرولو مکلفیت لري.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت تل د هیواد د ابادي او پرمختګ کوښښ کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به شویو وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي.