د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کاپيسا له والي محترم قاري صاحب احسان الله بریال سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د کاپیسا والي محترم قاري صاحب احسان الله بریال په یاد ولایت کې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د خپلو فعالیتونو، کړنو او لاسته راړونو راپور یې د ریاست الوزراء اداري مرستیال معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین د خلکو د امنیت د ټینګښت او د دوی د ستونزو د حلولو په موخه تل هڅې کوي او ورته د لازمو اسانتیاؤ د ایجاد لپاره هېڅ راز هڅې نه درېغوي.
د کاپیسا والي همداراز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې په دې ولایت کې دې د کرنې پراختیا، ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د ایجاد او انکشافي پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو پر مهال د کاپیسا والي فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین خلکو ته د سرتاسري امنیت د تامین او هوساینې پر ایجادولو مکلف دي او په دې برخه کې باید هیڅ راز ناغېړي ونشي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت زیاتې انکشافي پروژې تر لاس لاندې لري چې په پلي کولو سره به یې هیوادوالو ته د کارموندنې زمینه مساعده شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کاپیسا والي وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دې برخې ته رسېدګي وکړي.