د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د کورنيو چارو وزارت او اسلامي امارت له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نورو مسؤلینو د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال د صحت د پوښتنې تر څنګ د اسلامي نظام د نورو برخو په څېر په سیاسي ډګر کې هم د اسلامي امارت هڅې پام وړ وبللې.
په دې غونډه کې محترم خلیفه سراج الدین حقاني څرګنده کړه، له امنیتي ادارو سره د ولسونو همکاري ډېره شوې چې له امله یې امنیتي ادارې ښې لاسته راوړنې هم لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې وې ویل، د ولس او اسلامي امارت ګډه همکاري او همغږي د سترو بنسټیزو پروژو پلي کولو او خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابروي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د هيواد امنیتي مسئولینو او نورو مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند او نرمښت وکړي.