د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا غونډو کې د اسلامي امارت له یو شمېر مسؤلینو، علماؤ، مجاهدینو او قومي مشرانو سره ولیدل.
راغلو مسؤلینو او علماؤ په دې ليدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عیادت ترڅنګ هغه ته د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړل او قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
راغلو قومي مشرانو او علماؤ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کار د پیل او د هغه د ښې روغتیا له امله خوښي څرګنده کړه وې ویل، د قومونو د انسجام او د خلکو د وړاندېزونو د اورېدو په برخه کې د اسلامي امارت د سیاسي معاونیت هڅې اغېزناکې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ټولو راغلو مېلمنو په مننې وویل، افغانستان د مشترک کور په توګه د ملت او امارت ګډو هڅو او زيار ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر، د اسلامي امارت د چارواکو او مسؤلینو هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، ټولې ادارې دې د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې خلکو ته د خدمت کولو لپاره خپلې هراړخيزه چارې ګړندۍ کړي؛ څو د افغانانو ستونزې پر وخت حل شي.