د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير د اسلامي امارت یو شمېر چارواکیو، قومي مشرانو او علماوو سره وکتل.
په دې کتنو کې، راغلو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د روغتیا پوښتنه وکړه او بېرته دندې ته د هغه په راتګ یې خوښي وښوده.
د اسلامي امارت مسؤولینو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د چارو د ښه پرمختګ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، په ورځنیو کارونو کې د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول شوي او د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکول کېږي.
دغه راز، راغلو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت په ملاتړ ټینګار وکړ وې ویل، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د اوسني نظام او سرتاسري امنیت خلاف ګام پورته کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې له راغلو قومي مشرانو، مسؤولینو او علماوو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، اسلامي نظام د ولس او علماوو همکارۍ ته اړتیا لري او په دې برخه کې له ټولو منندوی يوو.